د مهاجرت ډیټا د محرمیت نه د سرغړونې شکایت

شالید

د 2014 کال فبروري په 10 نیټه، د مهاجرت او د پولو ساتنې وزارت (چې اوس د کورنیو چارو وزارت دی) (وزارت) په تیروتنه کې په خپل ویب سایټ کې د توقیف یو راپور خپور کړ چې پدغه راپور کې ځای په ځای شوي شخصي معلومات هم موجود و (د ډیټا سرغړونه).

پدې راپور کې د ټولو هغه 9,258 کسانو شخصي معلومات موجود و څوک چې په 2014 جنوري 31 کې د مهاجرت توقیف یا بند کې و.

د 2015 اګست په 30، د ټولو هغو کسانو په استازیتوب چې معلومات یې په تیروتنه کې د وزارت لخوا خپاره شوي و د آسټرالیا د معلوماتو کمیشنر دفتر (OAIC) ته شکایت وشو (د ټولګې غړي). په شکایت کې د وزارت نه غوښتنه شوې وه چې بخښنه وغواړي او تاوان ورکړي.

د 2018 فبروري په 9، د اصلي استازي شکایت کونکي وکیل OAIC ته وویل چې د هغوی موکل مړ شوی دی. د 2018 اکتوبر په 10 نیټه کمیشنر د 1988 کال د محرمیت قانون (Cth) (د محرمیت قانون) د s 38B(1) په رڼا کې پریکړه وکړه چې د اصلي استازي شکایت کونکي پرځای د ټولګې بل غړی وټاکي (استازی شکایت کونکی). سلاټر او ګورډن (Slater and Gordon) د استازي شکایت کونکي لپاره کار کوي. د سلاټر او ګورډن په اړه معلومات د هغوی په ویب سایټ کې موجود دي.

د 2018 جنوري په 24 کمیشنر خبرتیا (خبرتیا) ورکړه چې که چیرې د ټولګې غړي پدې باور وي چې هغوی د ډیټا د سرغړونې په پایله کې د زیان سره مخ شوي یا زیانمن شوي دي او غواړي چې د خپل دغه زیان یا تاوان لپاره بالقوه تاوان ترلاسه کولو فرصت ولري، نو هغوی اړ دي چې د 2018 اپریل 19 نیټې د مازیګر 4 بجو پورې OAIC ته د خپل زیان یا تاوان په اړه معلومات ورکړي.

د خبرتیا ځواب ورکولو اخرنۍ نیټه د 2018 اکتوبر 19 پورې وغځول شوه. د ټولګې ځینې غړو ته دا نیټه د OAIC لخوا لانوره هم وغځول شوه او د معلوماتو سپارل د 2019 اپریل په 22 نیټه نهایی شوه.

پریکړه

د 2021 جنوري په 11 نیټه، کمیشنر د محرمیت قانون برخه 52 په رڼا کې پریکړه (پریکړه) صادره کړه.

په پریکړه کې ویل شوي دي چې:

  • د ډیټا د سرغړونې په پایله کې، وزارت پداسې عمل کې ښکیل شوی دی چې د یوه فرد په محرمیت کې مداخله ده؛ او
  • د ټولګې هغه غړو ته چا چې د خبرتیا په ځواب کې (د ټولګې برخه اخیستونکي غړي) معلومات سپارلي او/یا د زیان یا تاوان شواهد یې سپارلي دي هغوی ته دې د کمیشنر لخوا په ټاکل شوې ډول تاوان ورکړل شي.

کمیشنر پریکړه کړې ده چې د ټولګې برخه اخیستونکو غړو ته باید په لاندې جدول (جدول 1) کې د ترتیب شوي زیان یا تاوان کټګوریو سره په مطابقت کې تاوان ورکړل شي.

جدول 1

د ټولګې د غړو لخوا تجربه شوي زیان یا تاوان د کټګوریو جدول او د تاوان ورکولو ښودل شوی مقدار

د غیراقتصادي زیان کټګوري

+ اقتصادي زیان

(مورد په مورد محاسبه)

0

هغه کس چې معلومات او/یا شواهد یې ندي سپارلي چې د ډیټا سرغړونې په پایله کې زیان یا تاوان اثبات کړي

 

1

د ډیټا سرغړونې په پایله کې عمومي اضطراب، ویره، اندیښنه یا وارخطایی

 

2

د ډیټا سرغړونې په پایله کې معتدل اضطراب، ویره، درد او زغم، زړه تنګی یا سپکاوی، چې د کوچنیو رواني علامو لامل کیدی شي، لکه د خوب له لاسه ورکول یا سردردي، چې ممکن د روغتیاپال یا ډاکټر سره د مشورې پایله ولري

 

3

د ډیټا سرغړونې په پایله کې د پام وړ یا اوږدمهاله اضطراب، ویره، درد او زغم، زړه تنګی یا سپکاوی، چې د رواني یا نور ډوله زیان لامل کیدی شي، او ممکن د عمومي ډاکټر لخوا د توصیه شوې درملنې پایله ولري

 

4

د ډیټا سرغړونې په پایله کې د رواني ناروغۍ پیدا کیدل یا شدت پیدا کول، چې د درملنې لپاره د عصبي روغتیا متخصص ته د رجعت پایله ولري

 

5

د ډیټا سرغړونې په پایله کې شدید زیان یا تاوان

 

د غیر اقتصادي زیان کټګورۍ

کټګوري 0: $0

کټګوري 1: $500 - $4000

کټګوري 2: $4001 - $8000

کټګوري 3: $8001 - $12 000

کټګوري 4: $12 001 - $20 000

کټګوري 5: > $20,000

جدول 1 د غیر اقتصادي زیان لپاره د تاوان محاسبه کولو کې د مرستې لپاره جوړ شوی دی. دا د اقتصادي زیان لپاره د تاوانونو محاسبه کولو کې د مرستې لپاره ندی. د اقتصادي زیان تاوان باید د ټولګې هغه برخه اخیستونکو غړو ته تادیه شي چا چې ادعا کړې د ډیټا سرغړونې په پایله کې د اقتصادي زیان سره مخ شوي او د دغه زیان د اثبات لپاره یې شواهد وړاندې کړي دي. د اقتصادي زیان لپاره تاوانونه مورد په مورد ارزول کیږي.

په پریکړه کې د وزارت لپاره پروسه ترتیب شوې ده چې د ډیټا سرغړونې له امله رامینځته شوي زیان د تاوان ورکولو لپاره د ټولګې برخه اخیستونکي غړو د ادعاګانو ارزونه او نهایی کولو کې یې باید تعقیب کړي.

په لنډه توګه، پروسه پدې توګه ده:

  • وزارت د ټولګې هر برخه اخیستونکي غړي لپاره د زیان یا تاوان د معلوماتو او/یا شواهدو پربنسټ او د غیراقتصادي زیان لپاره د تاوان ورکولو محاسبې کې د مرستې لپاره او د ټولګې د غړو لخوا شوي ادعاو د منعکس کولو لپاره جوړ شوي د کټګوریو جدول سره په مطابقت کې د تاوان ورکولو یو مقدار یا رقم ټاکي
  • وزارت د تاوان سپارښت  شوي مقدار ارزونې او د اړوند شواهدو په اړه د ټولګې برخه اخیستونکي غړي یا د هغوی استازي سره ارتباط نیسي او د تاوان د مقدار په اړه د هغوی موافقت غواړي
  • که چیرې وزارت او د ټولګې غړی د تاوان مقدار په اړه موافق نه وي، وزارت د تاوان مقدار له سره ارزوي، او د تاوان له سره ارزول شوي مقدار په اړه د ټولګې برخه اخیستونکي غړي یا د هغوی د استازي موافقت غواړي
  • په هغه صورت کې چې اړخونه په جدول کې موجود کټګوري باندې موافقت نشي کولی کومه چې د له سره ارزولو نه وروسته د ټولګې برخه اخیستونکي غړي ته ټاکل شوي وي، او د نظرونو د توپير او لیرې والي لپاره د هر اړخ لخوا یو څه شواهد وړاندې شوي وي، نو لدې ورهاخوا لیږدونې دې د تخصصي ارزونې له لارې ترلاسه شي، په استثنی د دې که چیرې د ټولګې برخه اخیستونکي غړي د ارزونې ترلاسه کولو وروسته د 28 ورځو په لړ کې، یا د له سره ارزونې (که شوې وي) ترلاسه کولو وروسته د 28 ورځو په لړ کې د ځواب ورکونکي ارزونې ته ځواب نه وي ورکړی. همدارنګه وزارت کولی شي د لومړنۍ ارزونې وروسته هرکله مسله د تخصصي ارزونې لپاره راجع کړي.

کمیشنر به د پروسې په پایله کې د هغو ادعاو لپاره د تاوان د تادیې وړ مقدار اعلام کړي کومې چې نا حل شوي پاتې وي.

کمیشنر موندلي چې د ټولګې هغه غړي چا چې د ټاکلې نیټې نه مخکې OAIC ته معلومات او/یا شواهد ندي ورکړي، او هغوی چې انصراف یې ندی کړی، دا یې ندي اثبات کړي چې د هغوی محرمیت کې د مداخلې په پایله کې هغوی د زیان یا تاوان سره مخ شوي دي، او اعلام کړي یې دي چې د دغه افرادو په تړاو نور کوم اقدامات کول به مناسب نه وې.

په مکرر ډول پوښتل کیدونکې پوښتنې

زه ډاډه نه یم چې آیا دا پریکړه په ما پلي کیږي

که تاسې د 2014 جنوري 31 نیټې تر نیمې شپې پورې په مرکزي آسټرالیا کې یا د کریسمس ټاپو کې د مهاجرت توقیف ځای کې وئ، او د استازي شکایت کې د برخه اخیستلو نه مو انصراف نه وي کړی، نو د «د ټولګې د غړي» په حیث تاسې د پریکړې د پوښښ لاندې یاست.

د ټولګې غړو کې هغه 5,867 خلک شامل دي څوک چې د 2014 جنوري 31 نیټې تر نیمې شپې پورې د مهاجرت توقیف خونو او د توقیف بدیل ځایونو کې و (په شمول د مرکزي خاوره کې د مهاجرت توقیف ځای کې موجود 3,967 کسان او په کرسمس ټاپو کې د مهاجرت توقیف ځای کې موجود 1,900 کسان) او همدارنګه هغه 3,391 خلک چې د اوسیدو پریکړې په لړ کې یې په ټولنه کې ژوند کاوه.

آیا د ټولګې ټولو غړو ته تاوان ورکول کیږي؟

نه

د ټولګې هغه غړي چې د خبرتیا په ځواب کې یې معلومات او/یا شواهد وړاندې کړي دي، کوم چې ښیې چې د ټولګې دغه غړو د ډیټا سرغړونې په پایله کې زیان یا تاوان لیدلی دی، هغوی ته باید د کمیشنر لخوا په ټاکل شوې بڼه تاوان ورکړل شي.

د ټولګې هغه غړي چې د ټاکلې نیټې نه مخکې یې OAIC ته د زیان یا تاوان معلومات او/یا شواهد ندي ورکړي، او چا چې انصراف ندی کړی، دا یې ندي اثبات کړي چې د هغوی محرمیت کې د مداخلې په پایله کې هغوی د زیان یا تاوان سره مخ شوي دي. د همدې لپاره هغوی ته تاوان نه ,ورکول کیږي.

زه به څنګه پوه شم چې آیا ما ته تاوان راکول کیږي که نه؟

د ټولګې هغه غړي چې د خبرتیا په ځواب کې یې معلومات او/یا شواهد وړاندې کړي دي، کوم چې ښیې چې د ټولګې دغه غړو د ډیټا سرغړونې په پایله کې زیان یا تاوان لیدلی دی، هغوی ته باید د کمیشنر لخوا په ټاکل شوې بڼه تاوان ورکړل شي.

که تاسې د ټولګې برخه اخیستونکو غړو څخه یو یاست، وزارت به تاسې ته ستاسې د ادعا اړوند د خپلې ارزونې په اړه خبر درکولو لپاره ولیکي، او فرصت به درکړي چې د هغوی ارزونه قبوله  یا رد کړئ.

که تاسې پدې اړه ډاډه نه یاست چې آیا تاسې د ټولګې د هغه غړو څخه یو یاست چا ته چې د کمیشنر لخوا په ټاکل شوي بڼه باید تاوان تادیه شي، نو تاسې کولی شئ په enquiries@oaic.gov.au د بریښنالیک له لارې د OAIC سره اړیکه ونیسئ.

نور ګامونه کوم دي؟

که تاسې د ټولګې برخه اخیستونکي غړو څخه یو یاست، نو بل ګام به د وزارت لپاره وي چې تاسې ته  د خبر درکولو لپاره ولیکي چې:

  • د جدول 1 په پام کې نیولو سره ستاسې د  زیان یا تاوان ادعا ارزونه  په کومه کټګورۍ کې راځي
  • د غیراقتصادي زیان او/یا د اقتصادي زیان لپاره تاسې ته د تادیه وړ تاوان مقدار اړوند د دوی ارزونه
  • د ارزونې لپاره د دوی دلایل، او
  • د وزارت ارزونې سره ستاسې د موافقت یا مخالفت ښودلو لپاره ستاسې لخوا ډکیدونکې فورمه.

وروسته لدې چې تاسې د وزارت ارزونه ترلاسه کړئ تاسې  دې ارزونې ته د ځواب ورکولو لپاره 28 ورځې وخت لرئ. که تاسې د ارزونې ملاحظه کولو لپاره نور وخت ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ د وخت غځولو غوښتنې لپاره د وزارت سره اړیکه ونیسئ.

که زه د وزارت ارزونې سره موافق اوسم نو څه؟

که تاسې ستاسې د ادعا لپاره د وزارت د تاوان ارزونې سره موافق اوسئ، نو تاسې د وزارت لخوا د ارزونې سره تاسې ته درکړل شوې د ځواب فورمه ډکه کړئ. د ځواب فورمه کې تاسې باید وزارت ته ووایی چې تاسې د ارزونې سره موافق یاست، چې پدې صورت کې به وزارت ستاسې لخوا ټاکل شوي بانکي حساب ته د تاوان موافقت شوی مقدار په مناسبه موده کې تاسې ته تادیه کړي. عمومآ، دا کار د موافقت نه وروسته د 14 ورځو په  لړ کې کیږي، چې د هرډول بیرته تادیه مکلفیتونو په تړاو میډیکیر (Medicare) لخوا تایید په پام کې نیول کیږي، که اړوند وي.

د بیرته تادیه او خبرتیا مکلفیتونه د ځینې مسلکي خدماتو په تړاو راپورته کیږي چې تاسې ته وړاندې شوي وي مګر د میډیکیر لخوا تادیه شوي وي. نور معلومات لاندې ورکړل شوي دي. د تاوان ورکول ممکن د سینټرلنک (Centrelink) تادیاتو باندې هم اغیزه ولري چې تاسې یې ترلاسه کوئ.

تاسې باید د ځواب فورمه د وزارت ارزونې ترلاسه کولو د 28 ورځو په لړ کې وزارت ته بیرته وسپارئ.

که زه د وزارت ارزونې سره موافق نه اوسم نو څه؟

که تاسې ستاسې د ادعا لپاره د وزارت د تاوان ارزونې سره موافق نه یاست، نو تاسې باید د وزارت لخوا تاسې ته درکړل شوې د ځواب فورمه ډکه کړئ چې ورته په نښه کړئ تاسې د هغوی ارزونه ردوئ. تاسې باید د ځواب فورمه د وزارت د ارزونې ترلاسه کولونه وروسته په 28 ورځو کې  دننه وزارت ته بیرته وسپارئ.

په ډیرو مواردو کې، وزارت د تاوان لپاره ستاسې ادعا له سره ارزوي او تاسې ته فرصت درکوي چې د هغوی له سره بیاځلې ارزونه قبوله  یا رد کړئ. په ځینې مواردو کې، ممکن وزارت د بیاځلې ارزونې پرځای د تخصصي ارزونې لپاره ستاسې د ادعا راجع کول غوره کړي. تاسې به د قبلولو یا ردولو لپاره د وزارت د بیاځلې ارزونې ترلاسه کولو وروسته نور 28 ورځې وخت ولرئ. بیاهم، که تاسې د بیاځلې له سره ارزونې ملاحظه کولو لپاره نور وخت ته اړتیا لرئ نو مهرباني وکړئ د وخت غځولو غوښتنې لپاره د وزارت سره اړیکه ونیسئ.

که تاسې د وزارت بیاځلې ارزونه پدې اساس رد کړئ چې تاسې په جدول کې د هغه کټګورۍ سره موافق نه یاست کومه چې تاسې ته ټاکل شوې ده، او د نظرونو د توپیر او لیرې والي لپاره د هر اړخ لخوا ځینې شواهد وړاندې شي، نو لدې ورهاخوا لیږدونې د تخصصي ارزونې له لارې ترلاسه کیږي. په ځینې مواردو کې، ممکن وزارت د بیاځل ارزونې پرځای د تخصصي ارزونې لپاره ستاسې د ادعا راجع کول انتخاب کړي.

که زه د وزارت ارزونې یا له سره بیاځل ارزونې ته ځواب ورنکړم نو څه؟

د هرډول وخت تمدید په پام کې نیولو سره، که تاسې د ارزونې ترلاسه کولو وروسته د 28 ورځو په لړ کې د وزارت ارزونې ته ځواب ورکولو کې پاتې راشئ، یا که تاسې د بیاځلې ارزونې ترلاسه کولو وروسته د 28 ورځو په لړ کې د وزارت له سره بیاځلې ارزونې (که شوې وي) ته ځواب ورکولو کې پاتې راشئ، نو وزارت به OAIC ته ووایی چې تاسې ځواب ندی ورکړی، او کمیشنر به ستاسې ادعا لپاره د تاوان مقدار اعلام کړي.

تخصصي ارزونه څه شی دی؟

تخصصي ارزونه د متخصص خپلواک دریمې ډلې لخوا کیدونکې ارزونه ده. متخصص د اړخونو لخوا وړاندې شوي شواهدو پربنسټ د ارزونې لپاره خپله تجربه او پوهه کاروي.

متخصص/متخصصین به څنګه غوره کیږي؟

متخصص/متخصصین به خپلواک وي او لکه څنګه چې د OAIC لخوا په ګوته شوي، د ټاکلې دندې ترسره کولو لپاره به مناسب وړتیاوې او تجربه ولري.

متخصص/متخصصین به د وزارت او د سلاټر او ګورډن (په ټولیز ډول اړخونه) لخوا په ګډه غوره کیږي. کله چې اړخونه د متخصص/متخصصینو په اړه پریکړه وکړي، اړخونه به OAIC ته د کمیشنر د تایید معلوماتو لپاره د متخصص/متخصصینو نومونه، د هغوی د شالید، وړتیاو او تجربې تفصیل، او پدې اړه لنډه توضیح ورکړي چې هغوی ولې مناسب دي.

متخصصین به څنګه ارزونه کوي؟

متخصصین به دلته موجود د کمیشنر په پریکړه کې په ګوته شوي د اقتصادي او غیراقتصادي زیان ارزونې لپاره معیار سره په مطابقت کې خپله سپارښتنه کوي.

متخصص باید د ټولګې برخه اخیستونکي غړي لخوا ادعا شوي اقتصادي او/یا غیراقتصادي زیان لپاره د تاوان مقدار وټاکي. د غیراقتصادي زیان لپاره د تاوان مقدار به پورته ورکړل شوي جدول 1 په پام کې نیولو سره د متخصص لخوا ټاکل کیږي.

جدول 1 د غیر اقتصادي زیان لپاره د تاوان محاسبه کولو کې د مرستې لپاره جوړ شوی دی. دا د اقتصادي زیان لپاره د تاوانونو محاسبه کولو کې د مرستې لپاره ندی. د اقتصادي زیان لپاره د تاوانونو ارزونه به مورد په مورد ترسره کیږي.

د متخصص د ارزونې پروسه به په کاغذونو کې پرمخ وړل کیږي. متخصص به پدې توګه ارزونه وکړي چې د ټولګې برخه اخیستونکي غړي ته ورکول کیدونکی مقدار به د لاندې مواردو پربنسټ سپارښتنه کوي:

  • په خبرتیا کې د ټاکل شوې نیټې نه مخکې OAIC ته د ټولګې برخه اخیستونکي غړي لخوا د زیان یا تاوان ورکړل شوي معلومات او/یا شواهد
  • د وزارت ارزونه او دلایل
  • د وزارت  بیاځلې ارزونه (که شوې وي) او دلایل
  • د ټولګې برخه اخیستونکي غړي ځواب فورمه/فورمو کې موجود معلومات.

متخصص به خپله سپارښتنه او ورسره مل دلایل مستقیم OAIC ته ورکوي، او کاپي به یې اړخونو ته ورکوي.

آیا زه به د دې فرصت ولرم چې متخصص ته د هغوی د ارزونې نه مخکې یا وروسته نور معلومات یا شواهد ورکړم؟

نه

اړخونه به نور فرصت ونلري چې په شفاهي یا لیکلي ډول متخصص ته نور معلومات یا شواهد ورکړي.

آیا د متخصص ارزونه الزامیت یا قانوني مکلفیت لري؟

نه

دا ارزونه به د سپارښتنې بڼه ولري او په اړخونو باندې به الزامي نه وي.

آیا ما ته به فرصت راکړل شي چې د متخصص ارزونه قبول یا رد کړم؟

هو.

د متخصص د ارزونې په ځواب کې د معلوماتو یا شواهدو ورکولو هیڅ حق به موجود نه وي. په هرصورت، تاسې به دا فرصت ولرئ چې د متخصص ارزونه قبول  یا رد کړئ.

که زه د متخصص ارزونې سره موافق اوسم نو څه؟

که تاسې د متخصص ارزونې سره موافق یاست، تاسې باید وزارت ته ووایاست چې تاسې موافق یاست. که وزارت هم د ارزونې سره موافق وي، نو وزارت به د تاوان موافقت شوی مقدار په مناسبه موده کې تاسې ته تادیه کړي. عمومآ، دا کار د موافقې د نیټې نه په 14 ورځو کې دننه ترسره کیږي، چې د هرډول بیرته تادیې مکلفیتونو په تړاو میډیکیر (Medicare) لخوا تایید په پام کې نیول کیږي، که اړوند وي.

د بیرته تادیه او خبرتیا مکلفیتونه د ځینې مسلکي خدماتو په تړاو راپورته کیږي چې تاسې ته وړاندې شوي وي مګر د میډیکیر لخوا تادیه شوي وي. نور معلومات لاندې ورکړل شوي دي.

که وزارت یا زه د متخصص ارزونې سره مخالفت ولرو نو څه؟

که تاسې د خپلې ادعا په اړه د متخصص ارزونې سره موافق نه یاست، نو تاسې باید کمیشنر خبر کړئ چې تاسې موافق نه یاست. وزارت هم په خپل وار ستاسې د ادعا په اړه د متخصص ارزونې سره مخالف کیدی شي. پدې دواړو صورتونو کې کمیشنر ستاسې ادعا لپاره د تاوان د مقدار پریکړه کوي. دا کار به هرڅومره ژر چې ممکن وي کیږي، مګر د پریکړې د نیټې څخه د 12 میاشتو پورې مودې نه ډیر باید ونه ځنډول شي.

د پریکړې نه وروسته، وزارت باید په مناسب موده کې د کمیشنر لخوا د تاوان ټاکل شوی مقدار تاسې ته تادیه کړي. عمومآ، دا کار د پریکړې نه د خبریدونه په 14 ورځو کې ترسره کیږي، چې د هرډول بیرته تادیې مکلفیتونو په تړاو میډیکیر (Medicare) لخوا تایید په پام کې نیول کیږي، که اړوند وي.

د استازي شکایت کونکي رول څه دی؟

استازي شکایت کونکي د ټولګې غړو په استازیتوب OAIC ته شکایت کړی دی او د ټولګې د غړو د ګټو استازولي کوي. سلاټر او ګورډن (Slater and Gordon) د استازي شکایت کونکي لپاره کار کوي.

پداسې حال کې چې استازي شکایت کونکي عمومآ د ټولګې غړو د ادعاو ترتیب کولو لپاره پروسه کې ونډه درلوده او لري به یې، لکه د وزارت سره د متخصص/متخصصینو انتخابول او د ټولګې برخه اخیستونکي غړو د مکتوبونو بیلګې نهایی کولو کې مرسته کول، خواستازی شکایت کونکی د هر انفرادي ادعا حل کولو کې کوم رول نلري.

د وزارت رول څه دی؟

د وزارت رول دی چې:

  • ارزونه وکړي په پورتني جدول 1 کې ادعا د زیان یا تاوان کومه کټګورۍ کې راځي
  • په ادعا د تادیې وړ تاوان مقدار وړاندیز کړي
  • د ټولګې هره  برخه اخیستونکي غړي سره د تاوان مقدار په اړه موافقت وغواړي
  • د لانجمنې ادعا له سره بیاځلې ارزونه وکړي که چیرې وغواړي دا کار وکړي
  • د استازي شکایت کونکي سره متخصص/متخصصین غوره کړي او د تایید لپاره متخصص/متخصصین کمیشنر ته وړاندې کړي
  • په ځینې مواردو کې د ټولګې غړي سره تخصصي ارزونه کې ښکیل شي
  • د هغه ادعاو په اړه OAIC خبر کړي چې نا حل شوي پاتې یې.

د کمیشنر رول څه دی؟

کمیشنر د پروسې څارنه کوي او د پروسې په پایله کې نا حل پاتې ادعاو لپاره د تادیې وړ تاوان مقدار پریکړه کوي.

د پروسې څارنه کې، کمیشنر کولی شي داسې نورې لارښوونې (که کومې وي) ورکړي کومې چې هغه فکر کوي د هغه طریقې په تړاو مناسب دي په کومه کې چې د ټولګې برخه اخیستونکی غړی د پریکړې له مخې د یوه مقدار تادیه کیدو ته د هغه یا هغې استحقاق جوړوي، یا تادیې ته د ټولګې برخه اخیستونکي غړي د استحقاق په تړاو د شخړې پریکړه کولو طریقه تعینوي.

د میډیکیر مخکینیو مرستو ترلاسه کول به څنګه د تاوان تادیه باندې اغیزه ولري؟

د بیرته تادیې او خبرتیا مکلفیتونه د ځینې مسلکي خدماتو په تړاو راپورته کیږي چې تاسې ته وړاندې شوي وي مګر د میډیکیر لخوا تادیه شوي وي.

که چیرې د ډیټا سرغړونې په پایله کې تاسې ته د درکړل شوي تاوان مقدار د $5,000 ډالرو نه لوړ وي، او تاسې د میډیکیر کارت ولرئ، نو مخکې لدې چې تاسې ته تاوان تادیه شي تاسې اړ یاست چې د میډیکیر نه د مخکینیو مرستو خبرتیا (Notice of Past Benefits) وغواړئ. د مخکینیو مرستو خبرتیا غوښتنه کې لومړی ګام د میډیکیر تاریخچې اظهارلیک (Medicare History Statement) غوښتنه ده. تاسې کولی شئ د لاندې ویب سایټ ته ورتګ له لارې د میډیکیر تاریخچې اظهارلیک وغواړئ: https://www.servicesaustralia.gov.au/individuals/forms/mo026.

آیا د تاوان ورکول زما د سینټرلنک (Centrelink) تادیاتو باندې اغیزه لري؟

د تاوان ورکول ستاسې لخوا ترلاسه کیدونکي د سینټرلنک تادیاتو باندې اغیزه درلودلی شي. که تاسې د سینټرلنک تادیات ترلاسه کوئ، تاسې باید سینټرلنک ته په 1800 777 653 یا په 131 202 (د څو ژبو تلیفوني خدمت) ستاسې د شخصي شرایطو او حالاتو باندې د اغیزې په اړه غږیدو لپاره تلیفون وکړئ.

زه چیرته وړیا مرسته ترلاسه کولی شم؟

که تاسې ویکټوریا کې ژوند کوئ:

د پناه غوښتنې سرچینې مرکز

بریښنالیک: legal_triage@asrc.org.au

تلیفون: (03) 9274 9827

دوشنبه یا پنجشنبه

ماسپښین 2 بجو نه تر مازیګر 4 بجو پورې

یا

د مهاجرینو حقونه

بریښنالیک: refugeelegal@refugeelegal.org.au

تلیفون: (03) 9413 0100

چهارشنبه یا جمعه

د سهار 10 بجو نه تر ماسپښین 2 بجو پورې

که تاسې نوي ساوت ویلز کې یا د آسټریلیا مرکزي خاوره کې یا په کوینزلینډ کې په توقیف کې ژوند کوئ:

د مهاجرینو مشوره او قضیې کار خدمت (آسټریلیا) کارپوریشن.

بریښنالیک: admin@racs.org.au

تلیفون: (02) 8355 7227

که تاسې سویلي آسترالیا یا تسمانیا کې ژوند کوئ:

د مهاجرینو حقونه

بریښنالیک: refugeelegal@refugeelegal.org.au

تلیفون: (03) 9413 0100

چهارشنبه یا جمعه

د سهار 10 بجو نه تر ماسپښین 2 بجو پورې

که تاسې شمالي سیمه کې ژوند کوئ:

د مهاجرینو مشوره او قضیې کار خدمت (آسترالیا) کارپوریشن.

بریښنالیک: admin@racs.org.au

تلیفون: (02) 8355 7227

یا

د مهاجرینو حقونه

بریښنالیک: refugeelegal@refugeelegal.org.au

تلیفون: (03) 9413 0100

چهارشنبه یا جمعه

د سهار 10 بجو نه تر ماسپښین 2 بجو پورې

که تاسې لویدیزه آسترالیا کې ژوند کوئ:

سرکل ګرین د ټولنې حقونه

بریښنالیک: migration@circlegreen.org.au

تلیفون: (08) 6148 3636

مخامخ یا حضوري:

سه شنبه یوازې د ماسپښین 2-5 بجو ترمینځ

پناه غوښتنې هب

رایورویو چرچ

1 توروګوډ سړک

بورسووډ WA 6100

یا

د مهاجرینو حقونه

بریښنالیک: refugeelegal@refugeelegal.org.au

تلیفون: (03) 9413 0100

چهارشنبه یا جمعه

د سهار 10 بجو نه تر ماسپښین 2 بجو پورې

که تاسې په آسترالیا کې په توقیف کې یاست:

د پناه غوښتنې سرچینې مرکز

بریښنالیک: legal_triage@asrc.org.au

تلیفون: (03) 9274 9827

دوشنبه یا پنجشنبه

ماسپښین 2 بجو نه تر مازیګر 4 بجو پورې

که تاسې په کوینزلینډ کې ژوند کوئ یا که پورته ذکر شوي سازمانونه ستاسې پوښتنې نشي ځوابولی نو تاسې کولی شئ اړیکه ونیسئ:

سلاټر او ګورډن حقوقي خدماتو شرکت

بریښنالیک: databreach@slatergordon.com.au

تلیفون: (03) 9602 8658

نور معلومات

که تاسې د دې مسلې په اړه نورې پوښتنې لرئ، نو تاسې کولی شئ د OAIC سره په enquiries@oaic.gov.au د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ.

که تاسې د OAIC څخه د انګلیسي پرته په کومه بله ژبه کې مرستې ته اړتیا لرئ، نو مهرباني وکړئ د لیک ژباړې او شفاهي ژباړې خدمت ته په 131 450 تلیفون وکړئ او بیا د 1300 363 992 پوښتنه وکړئ. اوسمهال OAIC د سه شنبې، چهارشنبې، او پنجشنبې په ورځو کې د سهار 10 بجو نه تر مازیګر 4 بجو پورې د تلیفون له لارې پوښتنې مني.

د وړیا ژباړې مرسته

وزارت به د لاندې نوملړ شوي 20 ژبو نه یوې ته د خپلو ټولو مکتوبونو د ژباړلو لپاره تیاری وکړي. تاسې سره به د پروسې په پیل کې د وزارت لخوا اړیکه ونیول شي او پوښتنه به درنه وشي چې آیا غواړئ د انګلیسي پرته په کومه بله ژبه کې ارتباطات ترلاسه کړئ.

همدارنګه وزارت به د دې لپاره هم تیاری وکړي چې ستاسې لخوا لاندې نوملړ شوي کومه ژبه کې سپارل شوي هرډول معلومات انګلیسي ژبې ته وژباړي.

د ژباړې دې خدماتو لګښتونه به وزارت وپوښي.